>

د رواد د ژباړې مرکز — 200

9:80 كه بخښنه ورته غواړې او كه نه يې ورته غواړې، كه اويا ځله هم بخښنه ورته وغواړې، نو الله به يې هېڅکله ونه بخښي، دا ځكه چې هغوى پر الله او د هغه پر رسول كافران شوي او الله خو داسې سرغړانده خلكو ته سمه لار نه ښايي.

9:81 بېرته پاتې شوي كسان د رسول الله تر شا په خپله ناسته خوشاله شول او دا يې بده وګڼله چې په خپلو مالونو او ځانونو د الله په لار كې جهاد وكړي او ويل به يې چې په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه وځئ، ورته ووايه: د جهنم اور خو ډېر زيات ګرم دى، كه چېرى هغوى پوهېدلى.

9:82 نو لږ دې وخاندي او ډېر دې وژاړي د هغه عمل په بدله چې دوى به كولو.

9:83 نو كه الله د دغو خلكو يوې ډلې ته بېرته راستون كړې او بيا يې له تانه د وتلو اجازه وغوښته نو ورته ووايه چې هېڅكله به نه راسره وځئ او نه به زما په ملتيا كوم غليم سره وجنګيږئ، تاسو چې لومړۍ ناستې غوره كړې وې نو اوس هم ناستو سره (په کورونو کې) كښېنئ.

9:84 او كه د هغو كوم يو ومري نو هېڅكله مه لمونځ پرې كوه او مه يې پر قبر درېږه، يقيناً هغوى پر الله او رسول يې كافر شوي او مړه شوي هم فاسقان دي.

9:85 د هغوي د مالونو، اولادونو زياتوالى دې ونه غولوي، په حقيقت كې الله غواړي چې په هغو (مالونو) سره يې هم په دنيا كې وكړوي او هم يې په داسې حال كې ساګانې وخېژي چې دوى كافران وي.

9:86 او كله چې كوم سورت نازل شي چې (ای خلكو) په الله ايمان راوړئ او د رسول په ملتيا يې جهاد وكړئ نو د هغوى وسمن خلك در څخه (د پاتې كېدو) اجازه غواړي او وايي موږ پرېږده چې ناستو كسانو سره پاتې شو.