>

د رواد د ژباړې مرکز — 195

9:48 حقيقتاً دوى ړومبى هم فتنې غوښتې دي او ستا د ضرر لپاره يې ډېر تدبيرونه اړولي را اړولي وو ترڅو چې حق راغى او د الله كار سرته ورسېد او دوى ناخوښه وو.

9:49 او له دوى نه ځينې لا وايي چې ماته اجازه راكړه او په فتنه مې مه اخته كوه، خبردار! دوى خو لا ړومبى فتنه كې لوېدلي دي، او يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېر دى.

9:50 كه څه ښېګڼه در ورسېږى نو دوى ځوروي او كه څه مصیبت در پېښ شي نو وايي ښه ده موږ لا مخكې خپل كار جوړ كړى و، او مخ واړوي او دوى (ښه) خوشاله وي.

9:51 ورته وايه: له هغه څه پرته چې الله راته ليكلي، بل څه به را ونه رسي، هماغه مو چارواكى دى، او مومنان دې پر هماغه الله بروسه وکړي.

9:52 ورته ووايه: آيا موږ ته بل د څه شي انتظار كوئ پرته له دې چې په دوو ښېګڼو كې يوه خو به را رسي؟ او حال دا چې موږ تاسو ته دا انتظار كوو چې يا به الله له خپل لوري كومه سزا دركړي او يا زموږ په لاسونو، نو انتظار كوئ موږ هم درسره انتظار كوونكي يو.

9:53 ورته ووايه: كه (مال) په ښه زړه لګوئ يا په ناخوښۍ سره خو درنه قبليږي به نه، يقيناً تاسو يو فاسق قوم ياست.

9:54 او د هغوى د لګول شوو مالونو د نه قبلېدو وجه له دې پرته بل څه نه ده چې هغوى په الله او رسول كافران شوي، او لمانځه ته نه راځي مګر په لټۍ (زړه نا زړتوب) او خيرات نه كوي مګر په ناخوښۍ سره.