>

د رواد د ژباړې مرکز — 191

9:27 بيا به الله توبه قبوله كړي چاته يې چې خوښه شي او الله بخښونكى مهربان دى.

9:28 ای مومنانو! مشركان ناولي دى نو له سږكال وروسته دې مسجد حرام ته نه ورنږدې كيږي او كه له تنګلاسۍ وېرېږئ نو كه د الله خوښه شوه ډېر زر به مو له خپله فضله شتمن كړي، بې شكه الله پوه د حكمت والا دى.

9:29 د اهل كتابو له هغو کسانو سره وجنګېږئ چې په الله او اّخرت ورځ ايمان نه راوړي، هغه څه چې الله او رسول يې حرام كړي حرام نه ګڼي او حق دين خپل دين نه ګرځوي، تر هغه پورې (ورسره جنګيږئ) چې په خپل لاس جزيه وركړي او دوى ذليلان وي.

9:30 او يهودو وويل: عزير د الله زوى دى او نصرانيانو وويل چې مسيح د الله زوى دى دا د دوى په خولو كې (باطلې) خبرې دي، د هغو خلكو له خبرو سره ورته والی لري چې له دوى ړومبي كافران شوي وو، الله دې دوى تباه كړي څرنګه له حقه اړول كيږي.

9:31 خپل عالمان او عابدان يې ځان ته له الله پرته خدايان نيولي او همدارنګه د مريمى زوى مسيح (يې هم په خدایۍ نيولى) او حال دا چې دوى د يو الله له عبادت پرته په بل څه نه وو ګمارل شوي، له هغه پرته خو كوم بل معبود نشته، له هغه څه پاک دى چې دوى يې ورسره شريكوي.