د رواد د ژباړې مرکز — 190
9:21 د هغوى رب دوى ته د خپل رحمت، خوښۍ او داسې جنتونو زېرى وركوي چې هلته به ورته همېشني نعمتونه وي.
9:22 تل به پكې اوسېدونكي وي تر ابده، بې شكه الله سره لوى اجر دى.
9:23 ای مومنانو! خپل پلرونه او ورونه هم دوستان مه نيسئ كه هغوى كفر تر ايمانه زيات خوښوي، او له تاسو نه چې څوك له هغو سره دوستي كوي نو هماغه خلک ظالمان دي.
9:24 ورته ووايه: كه پلرونه مو، زامن مو، ورونه مو، مېرمنې مو، خپلوان مو، هغه مالونه چې ګټلي مو دي، هغه سوداګري چې تاسو يې له ناچل کېدلو وېريږئ او هغه كورونه مو چې (ډېر) يې خوښوئ، تر الله، رسول يې، او د هغه په لار كې تر جهاد كولو درته غوره وي نو بيا تر هغه صبر وكړئ چې الله خپله فيصله درته را وړي او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.
9:25 بې شكه الله په ډېرو ځايونو كې ستاسو مرسته كړې او د حنين په ورځ هم چې خپل ډېروالي غره كړي وئ، خو هېڅ شى يې درنه ايسار نه كړ او ځمكه له خپلې پراخۍ سره سره در باندې تنګه شوه بيا مو شا كړه وتښتېدئ.
9:26 بيا الله پر خپل رسول او مومنانو خپله ډاډينه را نازله كړه او هغه لښكر يې راكوز كړ چې تاسو نه ليدلو او كافرانو ته يې سزا وركړه او د كافرانو لپاره همدا بدله ده.