>

د رواد د ژباړې مرکز — 189

9:14 له هغو سره وجنګېږئ، الله به ستاسي په لاسونو هغوى ته سزا وركړي او هغوى به ذليل او خوار كړي او د هغو په مقابل كې به ستاسي مرسته وكړي او د ډېرو مومنانو زړونه به يخ كړي.

9:15 او د هغوى د زړونو تاو به ايسته كړي او چاته يې چې خوښه شي د توبې توفيق به هم وركړي، الله په هر څه پوهېدونكى حكمت والا دى.

9:16 آيا تاسي دا ګڼلې ده چې همداسې به پريښودل شئ پداسې حال كې چې تر اوسه پورې خو الله دا نده څرګنده كړې چې له تاسي نه څوك هغه كسان دي چې هغوى (د هغه په لاره كې) سرښندنه وكړه او له الله او پېغمبر او مومنانو څخه پرته يې څوك صميمي دوست ونه نيوه، تاسي چې څه كوئ الله ورڅخه خبر دى.

9:17 مشركانو سره نه ښايي چې د الله جوماتونه ودان كړي, حال دا چې خپله پر ځانونو د كفر شاهدي وايي، د هغوى عملونه خو ضايع شوي او تل ترتله به په اور كې اوسېدونكي وي.

9:18 خبره داده چې د الله جوماتونه يوازې هغه څوك ودانوي چې په الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، لمونځ ترسره كوي، زكات وركوي او الله نه پرته، له بل چا نه وېريږي، نو هيله ده چې همدا كسان به له سمه لار موندونكو څخه وي.

9:19 آيا حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ودانول مو د هغه چا (له كار) سره برابر ګڼلي چې په الله او د آخرت په ورځ يې ايمان راوړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى؟ د الله پر وړاندې خو نه دي برابر او الله ظالمانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.

9:20 هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او په مالونو او ځانونو يې د الله په لار كې جهاد كړى، د الله په وړاندې خو د هماغو درجه لوړه ده او همدوى بريالي دي.