>

د رواد د ژباړې مرکز — 187

9:1 د بېزارۍ اعلان دى د الله او د هغه د پيغمبر له خوا هغو مشركانو ته چې له هغو سره تاسي تړون كړى و.

9:2 نو تاسي په ځمکه كې څلور مياشتې نور وګرځئ او پدې پوه شئ چې تاسې د الله عاجزوونكي نه ياست، او دا چې الله د کافرانو رسوا كوونكى دى.

9:3 د الله او د هغه د رسول له لوري د حج اكبر په ورځ ټولو خلكو لپاره اعلان دی چې الله او د هغه پېغمبر له مشركانو څخه بېزار دي اوس كه تاسي توبه وباسئ نو همدا ستاسي لپاره ښه ده، او كه مخ واړوئ نو پوه شئ چې تاسي دالله بې وسه كوونكي نه ياست، او اى پېغمبره! منكرانو ته د دردناك عذاب زيرى واوروه.

9:4 پرته له هغو مشركانو نه چې له هغو سره تاسي تړونونه كړيدي او هغوى د خپل تړون په سرته رسولو كې له تاسي سره څه نيمګړتيا نده كړې او نه يې ستاسي پر خلاف د چا ملاتړ كړی دى، نو له داسې خلكو سره تاسي هم د تړون تر مودې پورې وفا وكړئ ځكه چې الله پرهيزګاران خوښوي.

9:5 نو كله چې حرامې مياشتې تېرې شوې بيا نو هر ځاى چې مشركان بيامومئ وژنئ يې، ويې نيسئ، را ايساريې كړئ او په هر څارنځي كې ورته كېنئ نو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ او زكات يې وركړ نو لار يې خوشې كړئ بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

9:6 او كه له مشركانو كوم يو پناه درنه وغواړي نو پناه وركړه تر څو د الله كلام واوري، بيا يې خپل د امن ځاى ته ورسوه، دا ځكه چې دوى ناپوهه خلك دي.