>

د رواد د ژباړې مرکز — 186

8:70 ای نبي! هغو بنديانو ته چې ستاسو په لاس كې دي، ووايه: كه الله ته معلومه وي چې ستاسو په زړونو كې څه خير شته نو تر هغه به غوره (بدل) دركړي چې تاسو څخه اخيستل شوی او بخښنه به هم درته وكړي، او الله مهربان بخښونكى دى.

8:71 او كه له تا سره د ټګۍ كولو خيال لري نو دوى الله سره لا مخكې ټګي كړې وه چې بيا يې (تاسو) پرې غالب كړئ او الله حكمت والا ډېر پوه دى.

8:72 يقيناً هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او په مالونو او ځانونو سره يې د الله په لار كې جهاد كړى، او هغو چې ځاى وركړ او مرسته يې وكړه، دا ټول يو د بل دوستان دي او هغوى چې ايمان راوړى او هجرت يې نه دى كړى نو هغو سره ستاسو كومه دوستانه اړيكه نشته، تر څو چې هجرت يې نه وي كړى، او كه د دين په هكله درنه مرسته وغواړي نو پر تاسو يې مرسته لازمه ده، خو نه د هغو خلكو پر خلاف چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، اوالله د هغو چارو ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ.

8:73 او هغوى چې كافر شوي (ټول) يو د بل دوستان دي، كه تاسو دا ونه كړئ نو په ځمكه كې به فتنه او لوى فساد وي.

8:74 او هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى، او چا چې ځاى وركړى او مرسته يې كړې، همدا خلک رښتيني مومنان دي، دوى ته بخښنه او ډېره ښه روزي ده.

8:75 او هغو چې وروسته ايمان راوړ، هجرت يې وكړ، او تاسو سره مل يې جهاد وكړ، نو دوى هم ستاسي (له ډلې) دي، خو د خپلوۍ څښتنان د الله په كتاب كې ځينې يې پر ځينو زيات حقدار دي، بې شكه الله په هر څه پوه دى.