>

د رواد د ژباړې مرکز — 185

8:62 او كه دوى غواړي چې دوكه دركړي نو الله دې كافى دى، دى هماغه ذات دى چې په خپله مرسته او د مومنانو په وسيله يې ستا ملاتړ وكړ.

8:63 او د دوى په زړونو كې يې مينه واچوله، تا خو كه د ځمكې ټوله شتمني لګولې وى نو د هغوى په زړونو كې به دې مينه نه وه اچولې خو الله يې ترمنځ مینه واچوله، بې شكه هغه ځيرک برلاسى دى.

8:64 اې نبي! ستا لپاره او ستا د تابعدارو مومنانو لپاره الله كافي دى.

8:65 ای نبي! مومنان جګړې ته وهڅوه، كه له تاسو نه شل تنه صابران وي نو پر دوو سوو به برلاسي شي او كه له تاسو نه سل تنه صابران وي نو د كافرانو په زرو تنو به برلاسي وي ځكه چې هغوى داسې خلك دي چې نه پوهيږي.

8:66 خو اوس الله پر تاسو اساني راوسته او معلومه يې كړه چې په تاسو كې كمزورتيا ده، نو كه له تاسو نه سل تنه صابران وو پر دوو سوو به غالب شي او كه له تاسو زر تنه وو د الله په حكم به پر دوو زرو غالب شي او الله صابرانو سره (مل) دى.

8:67 له هېڅ نبي سره نه ښايي چې هغه سره بنديان وي تر هغه چې په ځمكه كې دښمن ښه وټكوي (وینه یې توی کړئ)، تاسو د دنيا ګټه (يا سامان) غواړئ او الله (تاسو ته) آخرت غواړي او الله حكيم برلاسى دى.

8:68 كه د الله (ازلي) ليكنه نه وى چې ړومبى شوې ده نو څه مو چې اخيستي دي په هغه سره به لوى عذاب دررسېدلى و.

8:69 نو څه مو چې ولجه كړي (په غنیمت نیولي) هغه پاك حلال خورئ او الله نه وېره كوئ، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.