>

د رواد د ژباړې مرکز — 184

8:53 دا ځكه چې الله هيڅكله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغو خپله كړنلاره نه وي بدله كړي او دا چې يقيناً الله ډېر پوه اورېدونكى دى.

8:54 لكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د خپل رب آيتونه يې دروغ وګڼل نو بيا مو هغوى په خپلو ګناهونو تباه كړل او فرعونيان مو ډوب كړل او دوى ټول ظالمان وو.

8:55 بې شكه د الله په وړاندې په خوځېدونكو مخلوقاتو كې تر ټولو بد هغه خلك دي چې كافر شوي او (بيا) ايمان نه راوړي.

8:56 هغه خلك چې تا ورسره تړون كړى بيا دوى په هر ځل خپل لوز ماتوي او (الله څخه) وېره نه كوي.

8:57 نو كه دوى په جګړه كې بيا مومې نو د دوى په واسطه هغه خلك وشړه (او وډار كړه) چې تر شا يې دي، ښايي چې هغوى عبرت واخلي.

8:58 او كه د كوم قوم له ټګۍ وېرېږې نو (په څرګنده يې تړون) ور وغورځوه يو برابره، بې شكه الله خائنان نه خوښوي.

8:59 او هغه خلك چې كافر شوي داسې دې نه انګېري چې هغوى (روغ) و تښتېدل، دوى هېڅكله (الله) نه شي كمزورى كولى.

8:60 او تر خپلې وسې د هغوى (د مقابلې) لپاره ښه ځواك او روزل شوي اسونه چمتو كړئ چې په هغه سره هم د الله او هم خپل غليم ووېروئ او هغه نور (غليمان) چې تاسو يې نه پېژنئ، يو الله يې پېژني او څه چې د الله په لار كې لګوئ، اجر به يې پوره پوره دركړل شي او پر تاسو به ظلم نه كيږي.

8:61 او كه هغوى سولې ته ميلان ولري نو ته هم ورته تيار شه او پر الله بروسه وكړه يقيناً هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.