>

د رواد د ژباړې مرکز — 181

8:34 او الله به يې ولې نه عذابوي په داسې حال كې چې هغوى د مسجد حرام نه (خلك) ايساروي او دوى يې واكداران هم نه دي، واكداران خويې له متقيانو پرته بل څوك نه دي، خو زياتره يې نه پوهېږي.

8:35 او د بيت الله خواكې د دوى لمونځ خو له شپېليو او چكچكو پرته بل څه نه و، نو په دې چې تاسو كفر كولو (اوس) نو دا عذاب وڅكئ.

8:36 بې شكه هغوى چې كافران شوي خپل مالونه د دې لپاره لګوي چې خلك د الله له لارې ايسار كړي، نو وبه يې لګوي خو بيا به ورباندې پښيمانتيا وي او بيا به مغلوب هم شي، او هغوى چې كافران شوي دي ټول به جهنم ته ورغونډ كړى شي.

8:37 د دې لپاره چې الله ناپاكي له پاكۍ څخه را بېله کړي، او ځينې يې پر ځينو ور واچوي او ټول سره لاندې باندې ډېرۍ کړي، او بيا يې په جهنم كې واچوي، همدا خلك تاوانيان دي.

8:38 كافر شوو ته وايه چې: كه اوس هم راواوړي نو څه چې مخكې شوي دي هغه به ورته و بخښل شي او كه بيا ور وګرځي نو يقيناً د پخوانيو لار تېره شوې ده.

8:39 او تر هغه ورسره وجنګېږئ، څو چې فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي، نو كه (له فتنې) ايسار شول نو الله يې د هغو كارو چې دوى يې كوي ښه ليدونكى دى.

8:40 او كه مخ يې وګرځولو نو پوه شئ چې الله يقيناً ستاسو مولا دى، ډېر ښه ساتونكى او ډېر ښه مرستندوى دی.