د رواد د ژباړې مرکز — 180
8:26 او در ياد كړئ هغه مهال چې تاسو كمزوري كړاى شوي وئ په ځمكه كې، وېرېدئ به چې خلك به مو وتښتوي نو بيا يې تاسو ته ځاى دركړ او په خپلې مرستې يې قوت دركړ او پاكيزه شيان يې در روزي كړل، دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ.
8:27 اې مومنانو! الله او رسول سره خيانت مه كوئ او هم خپل امانتونه مه خيانت كوئ حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ هم.
8:28 او پوه شئ چې بې شكه مالونه او خېلخانى (اولادونه) مو ستاسو لپاره يو ازميښت دى، او يقيناً الله سره لوى اجر دى.
8:29 ای مومنانو! كه الله نه وېره وكړئ نو تاسو ته به د حق او باطل بېلولو هدايت (وجدان او رڼايې) دركړي او ګناهونه به مو ورژوي او بخښنه به درته وكړي او الله د لوى فضل خاوند دى.
8:30 او كله چې تاته كافرانو دسيسې جوړولې چې بندي دې كړي، يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وباسي. او چلونه يې جوړول او الله هغوى ته تدبير جوړولو او الله تر ټولو غوره تدبير جوړوونكى دى.
8:31 او كله چې زموږ اّيتونه پرې لوستل كيږي وايي واموورېدل، كه وغواړو موږ هم داسې ويلى شو، دا د ړومبنيو له كيسو پرته بل څه نه دي.
8:32 او كله چې دوى وويل: اى الله! كه چېرى دا كلام حق او ستا له لوري وي نو پر موږ له اسمانه كاڼي را وواروه يا كوم (بل) دردناك عذاب را باندې راوله.
8:33 او حال دا چې الله يې عذابوونكى نه و تر څو چې ته پكې موجود وې او نه يې الله په هغه وخت كې عذابوونكى و چې دوى بخښنه غوښته.