>

د رواد د ژباړې مرکز — 179

8:17 نو تاسو هغوى نه دي وژلى خو الله وژلي او تا نه دي ويشتلې هغه وخت چې ودې ويشتل بلكې الله وويشتل، او د دې لپاره چې مومنان له خپل لوري له يوې ښې ازموينې تېركړي، بې شكه الله ډېر پوه اورېدونكى دى.

8:18 دا وشوه، او يقيناً الله د كافرانو د چلونو كمزورى كوونكى دى.

8:19 (اى كفارو) كه تاسو (حقاني ډلې لپاره) برى غوښتلو نو دا دى برى درته راغلو، اوس كه تاسو (له جګړې) ايسار شوئ نو دا درته غوره ده، او كه بېرته (كفر او جګړى ته) وګرځئ نو موږ به هم در وګرځو او ستاسي ډله به هېڅ در څخه ايسار نكړى شي كه څه هم ډېره زياته وي او الله خو يقينا له مومنانو سره دى.

8:20 اې مومنانو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او مخ ترې مه اړوئ حال دا چې تاسو ښه اورئ.

8:21 د هغو خلكو په شان مه كېږئ چې وويل یې: موږ واورېدل په داسې حال كې چې دوى يې نه اوري.

8:22 بې شكه د الله پر وړاندې تر ټولو ژوو (حيواناتو) بدتر هغه كاڼه ګونګيان خلك دي چې عقل نه كاروي.

8:23 او كه الله ته په دوى كې څه خير معلوم وى نو خامخا به يې دوی ته اورولي وو، او كه اورولي يې هم وى بيا به يې هم مخ ګرځولو او دوى به څنګ كوونكي وو.

8:24 اې مومنانو! دالله او رسول بلنه منئ كله چې تاسو هغه څه ته بلي چې ژوندي كوي مو، او پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده كيږي او د هماغه لور ته به تاسي ورغونډ كړاى شئ.

8:25 او له هغې فتنې ځان وساتئ چې په ځانګړې توګه به يوازې ستاسو هغو خلكو ته نه رسي چې ګناه يې كړې وي، او پوه شئ چې الله د سخت عذاب والا دى.