>

د رواد د ژباړې مرکز — 176

7:196 بې شكه زما ملاتړ هماغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى او هماغه د صالحانو ساتنه او پالنه كوي.

7:197 او هغوى چې تاسو يې له هغه پرته رابلئ نه ستاسو څه مرسته كولاى شي او نه د خپلو ځانو څه مرسته كولاى شى.

7:198 او كه سمې لارې ته يې رابلئ نو هم څه نه اوري، او ته يې وينې چې درته ګوري به خو هغوى څه نه ويني.

7:199 (اى پېغمبره !) د تېرېدنې (لار) ونيسه، په ښو چارو امر كوه، او له جاهلانو مخ واړوه.

7:200 او كه د شيطان له لوري دې كومه وسوسه ولمسوي نو په الله پورې پناه وغواړه، يقيناً هماغه پوه اورېدونكى دى.

7:201 بې شكه څوك چې الله نه وېريږي كله چې د شيطان له خوا كومه وسوسه ورورسي، نو (سمدلاسه) متوجه كيږي نو بيا دوى ليدونكي شي.

7:202 او د هغوى (كافرانو) ورونه (شيطانان) دوى په كږه لار كې راكاږي او بيا هېڅ لنډون (سستي) نه كوي.

7:203 او كله چې كومه نښانه (آیت) ورته رانه وړې وايي: ولې دې له ځانه جوړه نه كړه ورته وايه: زه خو يوازې د هغه څه متابعت كوم چې له خپله ربه مې راته وحى كيږي، دا (قرآن) ستاسو د رب له خوا د بصيرت روښنايي، لارښوونه او رحمت دى هغو خلكو ته چې ايمان راوړي.

7:204 او كله چې قرآن لوستل كيږي نو غوږ ورته كېږدئ، او چوپ اوسئ ښايي چې رحم درباندې وشي.

7:205 او خپل رب دې په زړه كې له زارۍ او وېرې سره او په ژبه له ورو اواز سره سهاراو ماښامونو كې يادوه او له غافلانو څخه مه كېږه.

7:206 بې شكه هغه (ملايكې) چې ستا د رب خوا كې (مقربې) دي، د هغه له عبادته لويي نه كوي، د هغه پاكي وايي او هغه ته سجدې كوي.