>

د رواد د ژباړې مرکز — 174

7:179 او رښتيا چې په پېريانو او انسانانو كې مو ډېر (خلك) د جهنم لپاره پيدا كړي دي، د هغوى زړونه شته خو فكر نه ورباندې كوي او د هغوى سترګې شته خو څه ورباندې نه ويني او غوږونه يې شته خو څه پرې نه اوري، دا خلك د څارويو په شان دي، بلكې زيات بې لارې، همدوى په خپله غافلان دي.

7:180 او د الله ډېر ښه ښه نومونه دي نو په هماغو يې وبولئ او هغه خلك پرېږدئ چې د ده په نومونو كې كوږوالى كوي، دوى چې څه كول د هغو بدله به مومي.

7:181 او له هغو خلكو نه چې موږ پيدا كړي يوه ډله په حقه ښوونه كوي او په همدې سره انصاف كوي.

7:182 او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي په كرار كرار به يې داسې راونيسو چې دوى به هيڅ نه پوهيږي.

7:183 او مهلت وركوم، بې شکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى.

7:184 آيا دوى سوچ نه دى كړى؟ د دوى په ملګري كې هېڅ ليونتوب نشته، هغه خو پرته له يو څرګند ويروونكي بل څه نه دى.

7:185 آيا دوى د اسمانو او ځمكې په باچايۍ كې څه سوچ نه دى كړى او كوم شيان چې الله پيدا كړي دي او دا چې ښايي نېټه يې رانږدې شوې وي نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي.

7:186 څوك چې الله يې بې لارې كړي نو څوك لارښود يې نشته، او همداسې يې په خپلې ناړامۍ كې پرېږدي چې لا لهانده ګرځي.

7:187 د قيامت په اړه دې پوښتي، چې كله به يې راڅرګندېدل وي؟ ورته وايه: د هغه معلومات زما رب سره دى، يوازې هغه به يې په خپل وخت راڅرګندوي، دروند دى (ډار يې) په اسمانو او ځمكه كې، نه درته راځي مګر ناڅاپه، داسې دې پوښتي لكه ته چې د هغه په هكله څېړونكى يې، ورته وايه: معلومات يې الله سره دى خو زياتره خلك نه پوهيږي.