>

د رواد د ژباړې مرکز — 173

7:171 او كله چې پر دوى مو غر داسې راپورته كړ لكه چې هغه چترۍ وي او ګومان يې كولو چې هغه ورباندې راپرېوتونكى دى، څه مو چې دركړي هغه ټينګ ونيسئ او څه چې پكې (ليكلي) دي هغه ياد كړئ ښايي ځانونه وساتئ.

7:172 او كله چې ستا رب د بنيادمانو له شاګانو د هغوى ځوځات (اولاده) راووېستله او هغوى يې پر خپلو ځانو شاهدان ګرځولي وو (او پوښتلي يې وو) آيا ستاسو رب نه يم؟ هغوى وويل: هو! رب مو يې، موږ شاهدي وايو، (د دى لپاره) چې بيا د قيامت په ورځ ونه واياست چې موږ خو له دې ناخبره وو.

7:173 يا دا ونه واياست چې شرك خو زموږ پلرونو مخكې (پيل) كړى وو او موږ يې ځوځات (اولاد) و له هغوى وروسته، آيا نو په هغه كار مو هلاكوې چې باطله عمل كوونكو كړى و.

7:174 او همدغه شان په تفصيل سره آيتونه بيانوو، او ښايي چې هغوى راوګرځي.

7:175 او پر دوى د هغه چا حال ولوله چې موږ خپل آيتونه وركړي وو خو هغه ترى ووتو، نو شيطان ورپسې شو نو هغه له لار وركو شو.

7:176 او كه موږ غوښتي واى نو په دې به مو لوړتيا وركړې وه خو هغه د ځمكې لور ته سركوزى (ورښکته) شو او په هوس پسې شو نو مثال يې د سپي غوندې شو چې كه حمله ورباندې كوې هم ژبه را باسي او كه پرېږدې يې هم ژبه را باسي، دا د هغو خلكو مثال دى چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو ته دا كيسې ورته بيان كړه ښايي دوى څه فكر وكړي.

7:177 د هغو خلكو ناوړه مثال دى چې زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل او په خپلو ځانو يې ظلم كولو.

7:178 چاته چې الله هدايت وكړي نو يوازې هماغه سمه لارموندونكى دى، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو همدوى تاوانيان دي.