د رواد د ژباړې مرکز — 172
7:164 او كله چې يوې ډلې يې وويل: د څه لپاره داسې خلكو ته نصيحت كوئ چې الله يې تباه كوونكى يا سخت عذاب وركوونكى دى، هغوى ويل: ستاسو رب ته د عذر پيدا كولو لپاره او دا چې ښايي دوى هم وويريږي.
7:165 نو كله چې هغه نصيحت يې هېر كړ چې يادونه يې ورته شوې وه نو بيا مو هغه كسان بچ كړل چې له بديو يې منع كوله او چا چې ظلم كړى و هغوى مو په سخت عذاب راونيول، په دې چې سرغړونه به يې كوله.
7:166 نو كله چې له هغه څه يې سر وغړولو چې ترې ايسار كړى شوي وو نو موږ ورته وويل (ځئ) خوار ذليل بيزوګان شئ.
7:167 او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې: تر قيامته به داسې خلك پر دوى (بنى اسرائيلو) خامخا واكمن كړي چې ډېر بد يې عذابوي، يقيناً ستا رب په سزا وركولو كې ګړندى دى او بې شكه هغه مهربان بخښونكى دى.
7:168 او هغوى مو په ځمكه كې ډلې ډلې خپاره واره كړل، ځينې يې نېكان او ځينې يې لږ راښكته دي او هغوى مو په ښو او بدو حالاتو وازمايل چې ښايي بيرته راوګرځي.
7:169 خو بيا له دوى وروسته يې داسې خلك ځاى ناستي شول چې د كتاب وارثان شول (نو) د همدې (بى ارزښته) دنيا سامان را اخلي او وايي: زر به وبخښل شو او كه بيا هغه شان سامان ورته راشي (بيا يې) را اخلي. آيا له دوى نه د كتاب ژمنه اخيستل شوې نه وه چې په الله پورې به له حق پرته بل څه نه وايي او څه چې پكې دي هغه يې (ټول) لوستلي هم دي، او د آخرت استوګنځى حتماً هغو خلكو ته غوره دى چې تقوا كوي، آيا تاسو عقل نه كاروئ.
7:170 او هغوى چې كتاب ټينګ نيولى او لمونځ يې ترسره كړى، يقيناً موږ د (داسې) نېكانو اجر نه ضايع كوو.