>

د رواد د ژباړې مرکز — 169

7:150 او كله چې موسى -علیه السلام- خپل قوم ته په غوسه او خپه بېرته راستون شو، ويلې: له ما وروسته خو تاسو زما ډېره ناوړه ځاى ناستي كړې ده، آيا د خپل رب له امره مو بيړه وكړه، او تختې يې وغورځولې او د خپل ورور د سر وېښتان يې ونيول، ځانته یې را ښكوده. (ورور یې) وویل: زما د مور زويه! دې خلكو زه كمزورى كړم او نږدې يې وژلى وم نو غليمان مه را باندې خوشالوه او له دې ظالمانو خلكو سره مې مه يوځاى كوه.

7:151 موسى -علیه السلام- وويل: زما ربه! ما او ورور مې وبخښې او په خپل رحمت كې مو داخل كړې او ته له ټولو زيات رحم كوونكى يې.

7:152 بې شكه چا چې خوسى په خدايۍ نيولى زر به د خپل رب له خوا په غضب اخته او په دنيايي ژوند كې له سپكاوي سره مخ شي، او دروغ تړونكو ته همدغسې سزا وركوو.

7:153 او هغو كسانو چې ناوړه كارونه یې وكړل او بيا يې وروسته توبه وكړه او ايمان يې راوړ نو يقيناً ستا رب له هغه وروسته خامخا بخښونكى مهربان دى.

7:154 او كله چې د موسى -علیه السلام- غوسه سړه شوه، تختې يې را واخيستې، چې په ليكنه كې يې هغو كسانو ته لارښوونه او رحمت و چې هغوى له خپل رب څخه ويريږي.

7:155 او موسى -علیه السلام له خپل قوم نه زموږ ټاكلي وخت لپاره اويا كسان خوښ كړي وو، بيا چې يوې سختې زلزلې راګير كړل ويلې زما ربه! كه تا غوښتي وى لا ړومبى دې دوى او زه هلاكولاى شولو، آيا په هغه كار چې له موږ نه څو ناپوهانو وكړ (اوس) موږ ټول هلاكوې، دا دې له يوه ازميښته پرته بل څه نه و چې په هغه سره چاته چې وغواړې بې لارې كوې يې او چاته چې وغواړې سمه لار ښايې، ته زموږ واكمن يې نو بخښنه راته وكړه او رحم را باندې وكړه او همدا ته له ټولو غوره بخښونكى يې.