>

د رواد د ژباړې مرکز — 168

7:144 ويې فرمايل: ای موسى -علیه السلام-! ته مې په خپلو پيغامونو او خپل كلام سره پر خلكو غوره كړى يې، نو هغه څه مې چې دركړل هغه واخله او له شكر ويستونكو اوسه.

7:145 او هغه ته مو په تختو كې د هر شي نصيحت او د هر شي لپاره بېل بېل هدايت وليكلو، نو هغه ټينګ ونيسه او خپل قوم ته دې حكم وكړه چې په غوره (احكامو) يې عمل وكړي زه به زر د فاسقانو كور دروښايم.

7:146 ډېر زر به له خپلو نښانو د هغو كسانو پام واړوم چې پر ځمكه ناحقه تكبر كوي، دوى كه هر څنګه نښانې وګوري ايمان نه پرې راوړي او كه سمه لار وويني، د لارې په توګه يې نه خپلوي خو كه د كوږوالي لار وويني نو هغه د لارى په توګه خپلوي، دا ځكه چې هغوى زموږ آيتونه دروغ وګڼل او ترې بې خبره وو.

7:147 او چا چې زموږ آيتونه او آخرت سره مخامخېدل دروغ وګڼل، عملونه يې برباد شول، آيا دوى ته به له خپلو عملونو پرته د بل څه بدله وركړی شي؟

7:148 او د موسى -علیه السلام- قوم د ده (له تګ) وروسته له خپلو ګاڼو څخه د خوسي (په څېر) بت جوړ كړ چې رمباړه یې هم لرله، آيا دوى نه كتل چې نه خبرې ورسره كوي او نه څه لار ورښايي، خو بيا يې هم په خدايۍ ونيوه او دوى (په خپلو ځانو) ظالمان وو.

7:149 او كله چې پښېمانه شول او ويې ليدل چې واقعاً دوى بې لارې شوي دي نو ويې ويل: كه خپل رب مو رحم را باندې ونه كړي او موږ ونه بخښي نو خامخا به له تاوانيانو يو.