>

د رواد د ژباړې مرکز — 165

7:121 ويلې په رب العالمين مو ايمان راوړو.

7:122 هماغه د موسى او هارون -علیهما السلام- په رب.

7:123 فرعون وويل: مخكې له دې چې زه اجازه دركړم تاسو پرې ايمان راوړو، دا خامخا يوه دسيسه ده چې تاسو په دې ښار كې جوړه كړې ده، ترڅو خلك (واكمنان) يې ترې وباسئ، نو زر به وپوهېږئ.

7:124 خامخا به مو لاسونه او پښې ردې بدلې غوڅې، بيا به مو ټول په سولۍ وخېژوم (په دار وځړوم).

7:125 هغوى وويل: يقيناً موږ د خپل رب لور ته ورستنېدونكي يو.

7:126 او ته له موږ څخه پرته له دې د بل څه غچ نه اخلې چې موږ د خپل رب آيتونه ومنل، كله چې راته راغلل. زموږ ربه! پر موږ صبر راتوی كړه او مسلمانان مو له دنيا تېر كړه.

7:127 او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا ته موسى او قوم يې (نور هم) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى جوړ او تا او ستا خدايان پرېږدي؟ ويلې موږ به يې زامن وژنو او ښځې به يې ژوندۍ پرېږدو او موږ خو پر دوى برلاسي يو.

7:128 موسى خپل قوم ته وويل: الله نه مرسته وغواړئ او صبركوئ، بې شكه دا ځمكه د الله ده، له خپلو بندګانو يې چاته چې خوښه شي، د هغى وارث ګرځوي او وروستۍ (بريا) د متقيانو ده.

7:129 بنى اسرائيلو وويل: ستا له راتګه مخكې هم ځورول كېدلو او ستا له راتلو وروسته هم ځورول كيږو، (موسى) وويل: نږدې ده چې رب مو دښمن تباه كړي او په ځمكه كې خلافت دركړي، بيا به ګوري چې تاسو څنګه كار كوئ.

7:130 او فرعونيان مو په كلونو كلونو د وچکالۍ او د مېوو په كمي اخته كړل، ترڅو ښايي هغوى پند واخلي.