د رواد د ژباړې مرکز — 164
7:105 ما سره په ټينګه دا ښايي چې الله پورې پرته له رښتيا (بل) څه ونه وايم، رښتيا هم ستاسو د رب له خوا مې څرګنده نښانه درته راوړې ده، نو بني اسرائيل راسره ولېږه (شام ته).
7:106 ويلې كه څه نښانه دې راوړې وي نو هغه راوړه كه ته رښتينی یې.
7:107 نو خپله لکړه (امسا) يي وغورځوله چې له واره يو څرګند ښامار ترې جوړ شو.
7:108 او چې خپل لاس يې را واېست نو (ټولو) كتونكو ته تك سپين وځلېد.
7:109 د فرعون د قوم مشرانو وويل: بې شكه چې دا يو پوه كوډګر دى.
7:110 غواړي تاسو له خپلې ځمكې وباسي نو څه امر (يا مشوره) كوئ؟
7:111 دوى ويل: هغه او ورور ته يې څه مهلت وركړه او (بېلا بېلو) ښارونو ته راټولونكي ولېږه.
7:112 چې هر پوه جادوګر درته راولي.
7:113 او بيا فرعون ته كوډګران راغلل ويلې: كه موږ بريالي شو نو موږ ته خو به حتماً څه بدله وي.
7:114 ويلې هو او تاسې به (د دربار) له نږدې كسانو ياست.
7:115 هغوى ويل: ای موسى يا به يې ته غورځوې، يا به موږ (ړومبي) غورځوونكي یو.
7:116 ويلې: وغورځوئ، نو چې ويې غورځول د خلكو په سترګو يې جادو وكړ، ويې وېرول او سترې كوډې يې وكړې.
7:117 او موسى ته مو حكم وكړ چې لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ناڅاپه يې د هغوى د دروغو جوړ كړي شيان ښوى تېرول.
7:118 نو (په دې توګه) حق ثابت شو او څه چې هغو كول (چور) باطل شول.
7:119 نو هماغلته مغلوب شول او سپك وګرځېدل.
7:120 او كوډګران سجده كوونكي وغورځول شول.