د رواد د ژباړې مرکز — 163
7:96 او كه چېرى د دې كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې كړې واى نو پر دوى به مو د اسمان او ځمكې د بركتونو (دروازې) پرانيستلې وې، خو دروغ يې وګڼل (رسولان) نو په هغه عمل كې مو راونيول چې دوى كولو.
7:97 ايا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې د شپې په ويدو به زموږ عذاب ورته راشي؟
7:98 يا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې په (رڼا) غرمه به زموږ عذاب ورته راشي په داسې حال چې دوى به لوبې كوي.
7:99 آيا د الله له پټ تدبيره ډاډه دي؟ نو د الله له پټ تدبيره خو پرته له تباه كېدونكي قومه بل څوك نه بې غمه كيږي.
7:100 آيا هغوى ته چې له (پخوانيو) خلكو وروسته ځمكه په ميراث اخلي، نه ده څرګنده شوې چې كه موږوغواړو نو په ګناهونو يې سزا وركولى شو او په زړونو به يې مهر ووهو بيا به هغوى څه نه اوري.
7:101 دا (هغه) كلي چې موږ يې تاته كيسې بيانوو، او رسولان يې هم له څرګندو نښانو سره ورته راغلي وو، خو كوم شى چې دوى مخكى دروغ ګڼلى و بيا په هغه ايمان راوړونكي نه وو، همدارنګه الله به د دې كافرانو په زړونو هم مهر وهي.
7:102 او په زياترو كې يې موږ څه لوز نه دى موندلى بلكې زياتره يې موږ فاسقان موندلي دى.
7:103 بيا مو له خپلو نښانو سره له دوې وروسته فرعون او د هغه (د قوم) مشرانو ته موسى ولېږلو خو هغوى ظالمانه چلند ورسره وكړ نوګوره چې د هغو ورانكارو انجام څنګه شو؟
7:104 او موسى وويل ای فرعونه! زه د مخلوقاتو د رب له خوا يو استازى راغلى يم.