>

د رواد د ژباړې مرکز — 160

7:74 او درياد كړئ چې له عاديانو وروسته يې د هغو پر ځاى كېنولئ او پر ځمكه يې ځاى دركړ چې دا دى په سمه كې يې ماڼۍ جوړوئ او غرونه د كورونو لپاره كنئ (تراشئ) خو د الله نعمتونه درياد كړئ او پر ځمكه فساد كوونكي مه ګرځئ.

7:75 د ده د قوم هغو لويانو چې كبر يې کړی و، هغو كمزورو خلكو ته چې ايمان يې راوړى و، وويل: ايا (په باورسره) پوهېږئ چې صالح د خپل رب له خوا يو رالېږل شوى استازى دى؟ دوى ويل: يقيناً موږ د هغه (پيغام) منونكي يو چې دى پرې رالېږل شوى.

7:76 هغو كسانو چې لويي غوره كړې وه، وويل: موږ خو له هغه څه منكر يو چې تاسو منلي دي.

7:77 بيا يې اوښه ووژله او د خپل رب له حكمه يې سر وغړولو او ويې ويل: اى صالحه! كه ته (رښتيا) له رسولانو يې نو هغه (عذاب) راوله چې موږ پرې ډاروې.

7:78 نو (سختې) جټكې راونيول او له سباوون سره بيا په خپلو كورونو كې پړمخي مړه پراته وو.

7:79 نو (صالح) ترې وګرځېد او ويې ويل اې زما قومه! ما خو د خپل رب پيغام در ورسولو او نصيحت مې درته وكړ، خو تاسو نصيحت كوونكي نه خوښوئ.

7:80 او لوط (علیه السلام) چې كله خپل قوم ته وويل: آيا داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له ټولو خلكو نه هيڅوك هم له تاسو نه دي ړومبي شوي.

7:81 تاسو ښځى پرېږدئ نارينه و ته د شهوت لپاره ورځئ، بلكې تاسو (بالكل) له حده تېرېدونكي خلك ياست.