د رواد د ژباړې مرکز — 158
7:58 او ځمكه چې ښه وي، د خپل رب په حكم يې (ښه) شنېلي راوځي او هغه چې خرابه وي نو پرته له كوم بې كاره بوټي بل څه نه (ترې) وځي (خپل) آيتونه همداسې بيا بيا هغو خلكو ته بيانوو چې شكر باسي.
7:59 رښتيا هم نوح مو د هغه قوم ته ورلېږلى و نو ورته ويې ويل: اې زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، ستاسو خو له هغه پرته كوم بل معبود نشته، زه پر تاسو د لويې ورځې له عذابه وېرېږم.
7:60 د قوم مشرانو يې ورته وويل: موږ ته خو (خپله) ته په څرګند بې لاريتوب كې ښكارې!
7:61 ده وويل: ای زما قومه! په ما كې څه بې لاريتوب نشته، زه خو د الله رب العالمين له خوا يو استازى يم.
7:62 چې تاسو ته د خپل رب پيغامونه رسوم، ستاسو خير غواړم او د الله له لوري هغه علم راكړل شوى چې تاسو نه ورباندې پوهېږئ.
7:63 آيا په دې حيران شوئ چې د خپل رب له خوا مو د خپل يو سړي په خوله څه يادونه درته راغله چې تاسو ووېروي او ځان وساتئ او د دې لپاره چې رحم درباندې وشي.
7:64 خو هغوى دروغجن وګاڼه، بيا مو دى او څوك يې چې ملګري وو، په هغه بېړۍ كې بچ كړل او چا چې زموږ آيتونه دروغ ګڼل هغوى مو (په اوبو كې) ډوب كړل، رښتيا چې هغوى ړانده خلك وو.
7:65 او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (علیه السلام) واستوه، ويلي: ای زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم معبود نشته، آيا تاسو نه وېريږئ؟
7:66 د قوم هغو مشرانو چې كافر شوي وو، ده ته وويل: موږ خو دې په ناپوهۍ كې اخته ګڼو او په تا د دروغجنو ګومان كوو.
7:67 ويلې: ای زما قومه! په ما كې څه بې عقلې نشته، زه خو (فقط) د رب العالمين له خوا يو استازى يم.