>

د رواد د ژباړې مرکز — 155

7:38 (الله به) وفرمايي: د پېريانو او انسانانو له هغو ډلو سره تاسو هم اور ته ننوځئ چې له تاسو مخكې تېرشوي، هر كله چې كومه ډله ورننوځي نو پر خپلې مخكينۍ ډلې به لعنت وايي تر څو هلته ټول پكې يو ځاى شي، وروستۍ (ډله) به يې د ړومبۍ په هكله وايي: زموږ ربه! همدا خلك وو چې موږ يې بې لارې كړو نو (اوس) دوى ته د اور دوه برابره سزا وركړه، فرمايي به: هرې يوې ته دوه برابره (سزا) ده خو تاسو نه پوهېږئ.

7:39 او ړومبني به يې وروستنو ته ووايي: نو ستاسو پر موږ څه ښه توب و؟ نو اوس د هغو عملونو سزا وڅكئ چې تاسو به كول.

7:40 بې شكه هغو خلكو ته چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي او تكبر يې ترې كړى، د اسمان ورونه نه پرانيستل كيږي او نه به تر هغه جنت ته ننوځي چې اوښ د ستنى په سپم (سوري) ننوځي! او مجرمانو ته همداسى سزا وركوو.

7:41 د هغوى لپاره به د جهنم هم فرش او هم د پاسه اغوستن وي او ظالمانو ته همداسې سزا وركوو.

7:42 او هغوى چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، -په هيچا له وسې پورته ذمه وارى هم نه وراچوو- نو داسې خلك جنتيان دي، دوى به هلته تل ترتله اوسېدونكي وي.

7:43 او په سينو كې يې چې څه كينه ده هغه به ترې بهر كړو. (له ونو او ماڼيو) لاندې به يې ويالې بهيږي او وايي به: هغه الله لره ستاينه ده چې دې (ځاى) ته يې زموږ لارښوونه وکړه، او كه الله نه واى راښودلې موږ به دا لار نه وه موندلې، بې شكه چې زموږ د رب استازي په حقه راغلي وو. او آواز به ورته وشي چې دغه جنت مو د هغو عملونو په سر ميراث واخيستو چې تاسو به كول.