د رواد د ژباړې مرکز — 15
2:94 دوی ته ووایه (اې محمده!) که چېرې د آخرت كور له نورو ټولو انسانانو پرته يوازې تاسو له پاره خاص ګرځول شوی وي، نو تاسې ته ښايي چې د مرګ غوښتنه وکړئ كه تاسې رښتیني یاست.
2:95 او هیڅکله به د مرګ هیله ونه کړي، په سبب د هغو عملونو چې د دوی لاسونو وړاندې لېږلي دي او الله د ظالمانو په (احوالو) ښه پوه دی.
2:96 او ته به هرومرو دوی له بل هر چا څخه پر ژوند ډېر حريصان ومومې او له مشرکانو څخه هم ډېر حریصان دي، هر یو د دوی (یهودو) خوښوي چې کاش زر کاله عمر وکړي او نه دی دا (ډېر عمر) ده لره د عذاب څخه خلاصوونکی، دا چې ډیر عمر ورکړل شي، او الله ښه لیدونکی دی په هر څه چې دوی يې کوي.
2:97 ووایه (اې محمده!) هر څوک چې د جبریل دښمن وي (نو ودې مري له قهره!) ځکه چې هغه (جبریل) نازل کړی دی قرآن ستا پر زړه په اذن (او حکم) د الله په داسې حال کې چې تصدیق کوونکی دی (دا کتاب) د هغو کتابونو چې پخوا له ده دی، او لارښوونکی دی او زیری ورکوونکی دی مؤمنانو ته.
2:98 څوك چې د الله او د هغه د پرښتو او د هغه د پېغمبرانو او د جبريل او ميكائيل دښمن وي نو الله د دې كافرانو دښمن دى.
2:99 او په تحقیق مونږ تاته روښانه آیاتونه نازل کړي دي او له فاسقانو پرته بل څوک پرې نه کافر کېږي.
2:100 او هر کله چې دوی یو عهد (هوډ) کړی، نو له دوی څخه یوې دلې هغه مات کړی دی، بلكې ډېری کسان د دوی (د زړه له كومي) ايمان نه راوړي.
2:101 او هر کله چې راغی دوی ته رسول (محمد) له طرفه د الله چې تصدیقوونکی دی د هغه کتاب (تورات) چې له دوی سره دی، نو له دې اهل كتابو څخه يوې ډلې د الله كتاب په داسې شان شاته وغورځاوه ، لكه چې دوى په هېڅ نه پوهېږي.