>

د رواد د ژباړې مرکز — 147

6:143 اته جوړې دي، دوه له مېږو، او دوه له چېليو (بزو)، ورته وايه: آيا دا دواړه نران يې حرام كړي او كه دواړه ښځينه؟ يا هغه چې د دواړه ښځينه وو په ګېډو كې وي؟ كه تاسو رښتيني ياست نو يو علمي سند راوښایاست.

6:144 همدارنګه دوه له اوښانو او دوه له غويانو، ووايه: آيا د دې دواړو نارينه يې حرام كړي كه ښځينه؟ يا هغه چې د دې دواړو ښځينه وو په ګېډو كې وي؟ او كه تاسو حاضر یاست چې الله د دې حكم دركولو؟ نو تر هغه چا به لوى ظالم بل څوك وي چې په الله پورې څه دروغ تړي ترڅو پرته له علمه خلك بې لارې كړي او الله خو ظالمانو خلكو ته سمه لار نه ښايي.

6:145 ورته وايه: زه خو په هغه څه كې چې راته وحي شوي داسې كوم حرام نه مومم چې يو خوړونكى يې خوري، مګر دا چې مرداره يا بهېدلې وينه، يا د سور غوښه وي چې دا ناپاكه دي، يا دا چې فسق وي كوم چې له الله نه پرته د بل څه غږ پرې شوى وي، نو كه څوك اړ شو په داسى حال كې چې نه ظالم وي او نه تېرى كوونكى نو بيا خو ستا رب بخښونكى مهربان دى.

6:146 او په يهودي شوو مو هر نوكانو والا ځناور حرام كړ او له غويانو او ګډو مو د هغوى وازده پرى حرامه كړې وه، پرته له هغې چې پر شا ګانو به يې وه، يا په كولمو نښتې او يا هغه چې هډوكو سره به ګډه وه، دا مو د هغوى په ناړامۍ سزا وركړه او بې شكه موږ رښتيني يو.