د رواد د ژباړې مرکز — 146
6:138 او دوى وويل: دا څاروي او دا كښت منع (بند) دي، له هغه پرته چې زموږ خوښه وي بل څوك به يې نه خوري –د دوى په ګومان– او (څه نور داسې) څاروي دي چې شاګانې يې حرام شوې او ځينې څاروي داسې وو چې د الله نوم يې پرې نه يادولو، پر هغه باندې دروغ تړلو سره، په دې دروغ تړلو به هغوى ته ډېر زر سزا وركړي.
6:139 او ويل يې: د دغو څارويو په ګېډو كې چې څه دي هغه به مو يوازې د نارينه وو لپاره وي او زموږ پر ښځو به حرام وي، او كه هغه مرداره وي نو بيا به ټول پكې شريك وي، زر به يې د دې دروغو سزا وركړ شي، بې شكه هغه حكمت والا ډېر پوه دى.
6:140 حقيقتاً هغو خلكو ډېرتاوان وكړ چې په جهالت او ناپوهۍ سره يې خپل اولادونه ووژل او څه چې الله ور روزي كړي وو هغه يې هم پر الله باندې دروغ تړلو سره حرام كړل، په يقينى توګه هغوى بې لارې شول او لار موندونكي نه دي.
6:141 او دى هماغه دى چې په څپريو پراته او بې څپريو باغونه يې پيدا كړي او كجورې او كښتونه چې بېلا بېل خواړه لري، او زيتون او انار چې (په رنګ) سره ورته او (په خوند كې) سره بېل وي، له دې مېوو نه خورئ چې كله ميوه نيسي، او د هغه حق وركوئ (عشر) د فصل اخيستو په ورځ او اسراف مه كوئ، بې شكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي.
6:142 او له څارويو نه ځينې بار وړونكي او ځينى (پر ځمكه) هوارېدونكي، كومه روزي چې الله دركړې، له هماغې نه يې خورئ او د شيطان پلونو پسې مه ځئ، يقيناً هغه مو څرګند غليم (دښمن) دى.