د رواد د ژباړې مرکز — 145
6:131 دا د دې لپاره چې ستا رب په داسې حال كې په ظلم د كليو تباه كوونكى نه دى چې خلك يې ناخبره وي.
6:132 او هر چاته له خپلو كړو وړو درجې (ټاكل شوې) دي او ستا رب له هغو كارو چې دوى يې كوي بې خبره نه دى.
6:133 او ستا رب بې نيازه د رحمت خاوند دى، كه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او پر ځاى به مو له تاسو وروسته چې څوك غواړي هغه راولي، لكه تاسو يې چې د نورو خلكو له ځوځاته را پيدا كړي ياست.
6:134 بې شكه هغه څه حتماً را تلونكي دي چې لوز يى درسره كيږي او تاسو د هغه د عاجزولو وس نه لرئ.
6:135 ورته ووايه: اى زما قومه! تاسو پر خپل حال (خپل) كار كوئ زه هم خپل كار كوونكى يم، بيا به زر وپوهېږئ چې د دار (آخرت) ښه انجام به د چا وي، دا حقيقت دى چې ظالمان نه شي بچ كېداى.
6:136 او الله لره يې له هغو شيانو يوه برخه ټاكلې چې ده خپله پيدا كړي، له كښت او څارويو نه، نو ويل به يې دا د الله لپاره ده –په خپل ګومان سره– او دا زموږ د انګېرليو شريكانو لپاره، نو څه (برخه) چې د دوى د شريكانو لپاره ده، هغه خو الله ته نه رسي او كومه چې د الله لپاره ده هغه يې شريكانو ته رسي، (څه) بدې فيصلى كوي.
6:137 او شريكانو يې په همدى ډول زياترو مشركينو ته د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هلاك يې كړي او خپل دين يې ورباندې ګډوډ كړي، او كه الله غوښتي واى داسې به يې نه وو كړي نو همداسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده.