>

د رواد د ژباړې مرکز — 144

6:125 نو چاته چې الله هدايت كول غواړي، سينه يې د اسلام لپاره پرانيزي او چاته چې وغواړي بې لارې يې كړي نو د هغه سينه داسې تنګوي لكه چې د اسمان په لور د ختلو هڅه كوي، په همدې توګه الله هغو خلكو باندې عذاب ور اچوي چې ايمان نه راوړي.

6:126 او همدغه ستا د رب نېغه لار ده، يقيناً هغو خلكو ته مو دا آيتونه څرګند بيان كړي چې نصيحت مني.

6:127 د هغو لپاره يې له رب سره د سلامتۍ كور دى او هماغه يې ملګرى دى، د هغو عملونو په سبب چې دوى به كول.

6:128 او په هغه ورځ چې ټول راغونډ كړي (ورته وايي به) اې د پېريانو ډلې! بې شكه چې له انسانانو مو ډېر د ځان تابع كړي دي، او چې له انسانانو يې څوك ملګري دى، هغوى به ووايي: زموږ ربه! موږ يو بل نه كار واخيست او دا دى هغې نېټې ته را ورسيدو چې تا راته ټاكلې وه، (الله) ورته فرمايي: ښه نو اوس ستاسو استوګنځى اور دى، تلپاتې په هغه كې، مګر دا چې الله څه وغواړي بې شكه ستا رب حكمت والا ډېر پوه دى.

6:129 او په همدې توګه ظالمان يو د بل ملګري كوو د هغو عملونو په سبب چې دوى به كول.

6:130 ای د پيريانو او انسانانو ډلې! آيا تاسو ته په خپله همدا تاسو نه زما رسولان نه وو درغلي، چې زما آيتونه به يې درته بيانول او له دغې ورځې سره مخامخ كېدو نه يې وېرولئ دوى به وايي: موږ پر خپل ځان شاهدي وايو، او د دنيا ژوند غولولي وو او پر خپل ځان يې شاهدي وويله چې بې شكه هغوى كافران وو.