>

د رواد د ژباړې مرکز — 143

6:119 او تاسو ته څه (دليل) دى چې هغه شى نه خورئ كوم چې د الله نوم پرې ياد شوى، حال دا چې كوم شيان يې درباندې حرام كړي، هغه يې ښه پوره درته بيان كړل، پرته له هغه چې تاسو ورته اړ شئ (چې هغه هم حلال دي) او يقيناً زياتره خلك د خپلو هوسونو په اساس پرته له څه علمه بې لارې توب كوي، بې شكه ستا رب په داسې له حده تېرېدونكو ډېر ښه پوه دي.

6:120 او ښكاره او پټه (هر ډول) ګناه پرېږدئ، بې شكه هغه كسان چې د ګناه كسب كوي، زر به د هغو ګناهونو بدله وركړل شي چې دوى به كول.

6:121 او په كوم (حيوان) چې د الله نوم نه وي ياد شوى له هغه نه څه مه خورئ او دا يوه سرغړونه ده او بې شكه شيطانان حتماً خپلو ملګرو ته وسوسې اچوي چې تاسو سره شخړه وكړي او كه د هغوى خبره مو ومنله نو بيا به يقيناً تاسو هم له مشركانو ياست.

6:122 آيا نو هغه چې مړ و بيا مو را ژوندى كړ او داسې رڼايي مو وركړه چې په هغې سره د خلكو ترمنځ روان چليږي، د هغه چا په شان دى چې په تيارو كې (راګير) وي او ترې وتونكى نه وي؟ همدغه شان كافرانو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول.

6:123 او همداسې مو په هر كلي كې غټان ورته مجرمان كړي دي چې تګۍ برګۍ پكې كوي، حال دا چې هغوى صرف له خپلو ځانو سره ټګي كوي او (په ځان) خبرهم نه دي.

6:124 او كله چې كوم آيت ورته راشي وايي تر هغه به يې ونه منو څو چې هغه څه رانكړل شي كوم چې د الله رسولانو ته وركړل شوي دي، الله ښه پوه دى چې خپل رسالت (يا پيغام) چېرته كيږدي، مجرمانو ته به ډېر زر د الله په وړاندې سپكاوى او سخت عذاب ورسيږى په دې چې دوى به ټګۍ كولې.