د رواد د ژباړې مرکز — 138
6:82 نو هماغه خلك چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې له ظلم (شرك) سره نه وي ګډ كړى د همدوى لپاره امنيت (نجات) دى او همدوى په سمه لار برابر دي.
6:83 او همدا زموږ حجت و چې ابراهيم ته مو د هغه د قوم په مقابل كې وركړى ؤ، چاته چې وغواړو درجي يې اوچتوو، بې شكه ستا رب د حكمت والا پوه دى.
6:84 او هغه ته مو اسحاق او يعقوب وركړ، هر يوه ته مو سمه لاره وښوده او نوح ته مو لا وړاندې لارښوونه كړې وه او د هغه له اولادې مو داود، سليمان، ايوب، يوسف، موسى او هارون (ته هدايت كړى ؤ) او په همدې شان نېك عملو ته بدله وركوو.
6:85 او زكريا، يحيى، عيسى او الياس دا ټول له نېكانو څخه وو.
6:86 او اسماعيل، اليسع، يونس او لوط او هر يو مو پر نړيوالو غوره ګرځولى و.
6:87 او همداسې له پلرونو، خېلخانو او وروڼو يې او دوى ټول مو غوره كړي او سمې لارې ته برابر كړي وو.
6:88 دا د الله هدايت دى، په دې سره له خپلو بندګانو چاته چې غواړي سمه لار ښايي، او كه چېرې يې شرك كړى واى نو خامخا به يې عملونه عبث تللي وو.
6:89 دوى هغه كسان دي چې كتاب، حكم (يا پوهه) او نبوت مو وركړى و نو (اوس) كه دا خلك يې نه مني نو (دا دى بل) يوه داسې قوم ته مو وسپارلو چې له هغه منكران نه دي.
6:90 دوى هغه خلك وو چې الله ورته هدايت كړى و نو ته هم په هماغو پسې ځه، ورته وايه: له تاسو نه په دې (تبلېغ) څه بدله نه غواړم، دا بل څه نه، ګردو نړيوالو ته يو نصيحت دى.