د رواد د ژباړې مرکز — 135
6:60 او دى هماغه دى چې د شپې مو ساګانې اخلي او د ورځې چې څه (ګناه) كوئ ورباندې پوهيږي، بيا مو پكې را پاڅوي تر څو هغه ټاكلې موده پوره شي، بيا مو د هغه لور ته ورتګ دى بيا مو په هغه څه خبروي چې تاسو به كول.
6:61 هغه پر خپلو بندګانو واکمن او پر تاسي څارونكې پرښتې لېږي، تر دې چې كله له تاسي څخه د كوم يوه د مرګ نېټه رارسېږي نو زموږ لېږل شوې پرښتې د هغه سا اخلي او (خپلو دندو کې) کمی نه کوي.
6:62 بيا دوى ټول د الله په لور خپل رښتيني مالك ته ورګرځول كيږي، ښه واورئ چې پرېكړه به (يوازې) د هغه وي او هغه ډېر چټك حساب كوونكى دى.
6:63 ووايه: د وچې او لمدې له تيارو مو څوك ژغوري چې په زاريو يې پټ پټ رابولئ، (او وایاست) كه له دې يې بچ كړلو نو خامخا به له شكر وېستونكو يو.
6:64 ورته وايه: الله مو له هغې او له بل هر كړاوه ساتي خو تاسو بيا هم شريكان ورسره نيسئ.
6:65 ووايه: هغه په دې واکمن دى چې له پاسه يا له پښو لاندې مو كوم عذاب درباندې راولي، يا مو په ډلو ډلو كې سره ګډوډ كړي او ځينو ته د ځينى نورو د عذاب خوند وروڅكي، وګوره څرنګه اّيتونه اړوو تر څو دوى وپوهيږي.
6:66 ستا قوم له هغه څخه انكار كوي حال دا دى چې هغه حقيقت دى، دوى ته ووايه، چې زه پر تاسي د محافظ په حيث نه يم مقرر شوى.
6:67 د هر خبر (څرګندېدو) لپاره يوه نېټه ټاكل شوې او زر به پوه شئ.
6:68 او كله چې هغه خلك و وينې كوم چې زموږ په اّيتونو كې د عيب لټونې بحثونه كوي نو ترى په څنګ شه تر هغه چې په نورو خبرو كې لګيا شي، او كه شيطان يې درنه هېركړى نو دريادېدلو نه وروسته له ظالمانو خلكو سره مه كېنه.