د رواد د ژباړې مرکز — 132
6:36 خبره دا ده چې ستا بلنه هغه خلك مني چې اوري او مړي خو به الله را پاڅوي او بيا به هغه ته ورګرځول كيږي.
6:37 او ويې ويل: ولې پر هغه د خپل رب له خوا كومه نښانه (معجزه) راكوزه نه شوه؟ ورته وايه: الله خو په دې قادر دى چې كومه نښانه را نازله كړي، خو د دوى زياتره نه پوهيږي.
6:38 او په ځمكه كې هر خوځېدونكى او هر هغه الوتونكى چې په خپلو دواړو وزروالوزى، بل څه نه ستاسو په شان مخلوقات دي، موږ په كتاب (دفتر) كې هيڅ شى نه دي پريښي، بيا به (ټول) خپل رب لوري ته ورغونډيږي.
6:39 او چا چې زموږ آيتونه دروغ وګڼل، كاڼه او ګونګيان په تيارو كې (پراته) دي، الله چې هر چاته غواړي بې لارې كوي يې او چاته چې وغواړي په سمه لاړ يې برابروي.
6:40 ورته وايه: راوښاياست! كه د الله عذاب درته راشي، يا قيامت درته راشي نو له الله پرته بل څوك رابلئ؟ كه تاسو رښتيني ياست.
6:41 بلكې یوازې هغه به رابلئ، بيا يې كه خوښه شوه هغه سختي لرې كوي چې تاسو (هغى لپاره) الله وربولئ او خپل انګېرلي شريكان هېروئ.
6:42 له تا مخكې موږ ډېرو قومونو ته پېغمبران ليږلي او هغه قومونه مو په كړاوونو او غمونو لتاړ كړل تر څو هغوى له عاجزۍ سره زموږ پر وړاندې سر کښته كړي.
6:43 نو كله چې زموږ له لوري پر هغو سختي راغله نو هغوى ولې عاجزي غوره نه كړه؟ خو د هغوى زړونه لا نور هم سخت شول او شيطان هغوى ته ډاډېنه وركړه چې تاسي چې څه كوئ ښه كوئ.
6:44 بيا كله چې هغوى هغه نصيحت هېر كړ چې ورته شوى و، نو موږ د هر ډول سوكالۍ دروازې د هغوی لپاره پرانيستې، تر دې پورې چې كله هغوى په هغو نعمتونو كې چې ورکړل شوي وو ښه ډوب شول نو موږ په ناڅاپي ډول هغوى ونيول او په دې وخت كې د هغوی دا حالت و چې له هرې ښېګڼې څخه ناهيلي وو.