د رواد د ژباړې مرکز — 131
6:28 بلكې اوس هغه څه ورته څرګند شو چې مخكى به يې پټول، او كه (فرضاً) بيا (دنيا ته) ور وګرځول شي نو خامخا به هماغه څه وكړي چې ترې منع شوي وو او دوى بیخي دروغجن دي.
6:29 او ويل يې بل څه نشته، همدا د دنيا ژوند مو دى او موږ بېرته نه يو را پورته كېدونكي.
6:30 او كه ته يې ووينې كله چې خپل رب ته و درول شي، ورته وايي به: آيا دا حق نه دى؟ دوى به وايي: ولې نه! زموږ په رب قسم (چې دا هر څه حق دي) هغه به وفرمايي : (ښه) نو چې انكار مو كولو، اوس دا عذاب وڅكئ.
6:31 حتماً هغه كسان تاواني شول چې الله سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼل، څو چې ناڅاپه ساعت (قیامت) ورته راشي نو وايي به ای زموږ افسوسه پر هغه چې نيمګړتيا مو پكې كړې وه او دوى به خپل بارونه پر خپلو شاګانو وړي، خبر اوسئ! څومره بد پېټى دى چې دوى يې وړي.
6:32 او د دنيا ژوند له لوبې او تماشې پرته بل څه نه دى، او هماغه د آخرت مېنه هغو خلكو ته غوره ده چې ځان ساتنه (تقوى) كوي، آيا عقل نه كاروئ.
6:33 بې شكه موږ پوهېږو چې دوى څه وايي هغه دې ځوروي خو دا خلك تا دروغجن نه بولي بلكى دا ظالمان د الله له آيتونو منكريږي.
6:34 او يقيناً له تا مخكې هم (يو شمېر) رسولان دروغجن ګڼل شوي دي خو په هغو دروغجن ګڼلو او كړېدلو يې تر هغه صبر وكړ چې زموږ مرسته ورغله، او د الله خبرو لره څوك بدلوونكى نشته، او د (مخكنيو) رسولانو له خبرونو هم څه درته راغلي دي.
6:35 او كه مخ ګرځول يې درباندې سخت (يا درانه) وي نو كه په وسه كې دې وی چې په ځمكه كې يو سورنګ ولټوې يا اسمان ته پارسنګ (زينه) كېږدې نو هم نښانه (معجزه) به ورته راوړې، او كه الله غوښتي واى نو هغوى يې په سمه لار غونډولاى شول نو له ناپوهانو مه كېږه.