>

د رواد د ژباړې مرکز — 130

6:19 ووايه: د چا لويه شاهدي ده؟ ورته وايه: الله زما او ستاسو ترمنځ شاهد دى او دا قراّن ماته په وحى راغلى تر څو هم تاسو پرې ووېروم او هم چاته چې ورسېد، آيا تاسو دا شاهدي وركوئ چې الله سره نور معبودان هم شته؟ ورته وايه زه خو دا شاهدي نه شم ويلاى، ورته وايه، هغه خو هماغه يوازینی معبود دى او زه خو له هغه څه بالكل بيزاريم چې تاسو يې ورسره شريكوئ.

6:20 چاته مو چې كتاب وركړى داسې يې پېژني لكه خپل زامن چې پېژني، خو چا چې خپل ځانونه تاواني كړي نو هغوى يې نه مني.

6:21 او تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې پرالله يې دروغ وتړل او د هغه اّيتونه يې دروغ وګڼل؟ يقيناً داسې ظالمان برى نه شي موندلاى.

6:22 په كومه ورځ چې موږ دوى ټول راپاڅوو او له مشركانو څخه پوښتنه وكړو چې اوس ستاسي هغه شریکان چېرته دي چې تاسو یې ګومان کولو.

6:23 بیا به نه وي وینا د دوی مګر وایې به قسم په هغه الله چې زموږ پالونکی دی، موږ شرک نه دی کړی.

6:24 ورته ګوره څنګه يې پر خپلو ځانو دروغ وتپل؟ او هغه دروغونه ترې ورك شول چې دوى به جوړول.

6:25 او ځينې يې تاته غوږ نيسي خو موږ يې په زړونو پردې اچولې له دې نه چې پري پوه شي او په غوږونو كې يې كوڼوالى دى، او كه هره نښانه وګوري ايمان پرې نه راوړي، ان تر دې چې كله درته راشي تا سره ناندرۍ وهي نو څوك چې كافر شوي هغوى وايي: دا هماغه د ړومبنيو له كيسو پرته بل څه نه دي.

6:26 او دوى (يې له منلو) خلك هم ايساروي او خپله هم ترې ډډه كوي او حال داچې له خپلو ځانونو پرته بل څوك نه تباه كوي او پوهيږي هم نه.

6:27 او كه هغه مهال يې وګورې چې كله په اور ودرول شي نو وايي به ارمان چې بېرته تللي او د خپل رب أيتونه مو دروغ نه واى ګڼلي او له مومنانو وى.