>

د رواد د ژباړې مرکز — 128

6:1 ټول د کمال صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي،او رڼا او تيارې يې پيدا كړي، بيا هم هغه كسان چې کفر یې کړی د خپل رب سره نور مخلوق برابروي (په عبادت کې).

6:2 هماغه ذات دى چې تاسي يې له خټې پيدا كړئ، بيا يې ستاسي لپاره د ژوند يوه نېټه وټاكله، او يوه بله نېټه هم ده چې د هغه په وړاندې ټاكل شوېده، خو تاسي بیا په شک کوئ.

6:3 او هماغه يو الله هم په اسمانو كې دى او هم په ځمكه كې (د علم او قدرت په اعتبار سره)، ستاسو په پټو هم هغه پوهېږي او په څرګنده هم او هم په هغه څه چې تاسو يې كوئ.

6:4 او هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نخښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځوونكي نه وي

6:5 نو (دا دى) هغه حق يې هم دروغ وګڼلو چې ورته راغلى دى نو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې دوى پرې ملنډې وهلې.

6:6 آيا نه يې دي ليدلي چې له دوى مخكى مو څومره داسې ولسونه تباه كړي دي چې هر يوه ته مو په ځمكه كې داسې واكمني وركړې وه چې هسې واكمني مو تاسو ته نه ده دركړې؟ او پر هغوى مو له اسمانه پرله پسې ښه بارانونه وكړل او ترې لاندې مو ويالې روانې كړې وې خو بيا مو د ګناهونو له امله (ټول) تباه كړل او له هغوى وروسته مو د بلې پېړۍ نور خلك را پيدا كړل.

6:7 اى پېغمبره! كه موږ پر تا په كوم كاغذ كې ليكلى كتاب هم نازل كړى واى او خلكو هغه په خپلو لاسونو سره لمس كړى ليدلى هم واى هله به هم هغو كسانو چې له حق څخه منكر شويدي همدا خبره كوله چې دا خو ښكاره كوډې دي.

6:8 او كه پر تا مو په څه كاغذ ليكلى كتاب هم درنازل كړى واى او خپل لاسونه يې هم پرې لګولي واى نو بيا به هم كافرانو ويل چې دا له څرګندو كوډو پرته بل څه نه دي.