>

د رواد د ژباړې مرکز — 127

5:114 عيسى د مريمې زوى وويل: اې الله زموږ ربه! له اسمانه يو دسترخوان را باندې رانازل کړه چې زموږ د ړومبيو او وروستيو لپاره خوښي (اختر) او ستا له خوا يوه نښانه وي او موږ ته روزى راكړه، ته ښه روزي وركونكى يې.

5:115 الله وفرمايل: (دا دى) زه يې درته را نازلوونكى يم خو كه تاسي نه له دې وروسته هم څوك كافر شي نو هغه به داسې عذابوم چې له نړيوالو به هيڅوك هغه شان نه عذابوم.

5:116 كله چې الله وويل: ای عيسى د مريمى زويه! آيا تا خلكو ته ويلي و چې: الله نه پرته ما او زما مور دوه خدایان (په عبادت) ونيسئ؟ ويلې: تا لره پاكي ده! ما ته نه دي (مناسب) چې داسې څه ووایم كوم چې ما ته حق نه و، كه ما څه ويلي وي نو ته خامخا ورباندې پوه يې، ته په هغه څه ښه پوهېږې چې زما په زړه كې دي او زه په هغه نه پوهېږم چې ستا په نفس كې دي، بې شكه همدا ته په غيبو ښه پوهېدونكى يې.

5:117 بل څه مى نه دي ورته ويلي پرته له هغه چې تا يې راته امر كړى و، دا چې يوازې الله ولمانځئ زما او ستاسو رب، او زه تر هغه پرې څارونكى وم چې په دوى كې وم، خو كله دې چې دې درواخيستم نو خپله ته ورباندې څارونكى وې او همدا ته په هر څه څارونكى يې.

5:118 كه سزا وركوې نو خپل بندګان دې دي او كه بخښنه ورته كوې نو بې شكه همدا ته حكمت والا برلاسى يې.

5:119 الله وفرمايل: دا هغه ورځ ده چې رښتينو ته به يې خپله رښتينولي ګټه رسوي، د هغوى لپاره به داسې جنتونه وي چې ترې لاندې به ويالې بهيږي تل ترتله اوسېدونكي پكې، الله هغوى نه راضي او دوى هغه نه راضي شول، همدا ستر برياليتوب دى.

5:120 د اسمانو، ځمكې او څه چې پكى دې، ټولوباچایي يوازې الله لره ده او هغه په هر څه قادر دى.