>

د رواد د ژباړې مرکز — 126

5:109 هغه ورځ چې الله رسولان را غونډ كړي ورته وايې: به څه ځواب دركړل شو؟ وايي به: موږ نه پوهېږو، بې شكه يوازي همدا ته په غيبو ښه پوهېدونكى يې.

5:110 او كله چې الله وويل: اى عيسى د مريمې زويه! پر تا او مور دې زما پيرزوينې در په ياد كړه، چې كله مې په سپېڅلي روح ستا مرسته وكړه، ته به خلكو سره غږېدلې هم په زانګو كې او هم په بوډاتوب، او چې تا ته مې د كتاب، حكمت، تورات او انجيل ښوونه وكړه، او دا چې زما په حکم به دې له خټې د مرغه په بڼه جوړول بيا دې پوكى پكې كاوه نو زما په حكم سره به (ژوندى) مرغه شو، او زما په حكم دې مور زادي ړوند او برګى ( پيس ناروغ) روغول، او دا چې زما په حكم دې مړي راوېستل، او چې بني اسرائيل مې در نه ايسار كړل هغه وخت چې ته له ښكاره نښانو سره ورغلى وې خو له دوى نه چې كوم خلك كافران شوي وو هغوى وويل: دا خو له څرګندو كوډو پرته بل څه نه دي!

5:111 او كله مې چې حواريانو ته په زړه كې ور واچول چې پر ما او رسول مې ايمان راوړئ! ويلې ايمان مو راوړى او شاهد اوسه چې موږ مسلمانان يو.

5:112 كله چې حواريانو وويل: اې عيسى د مريمې زويه! آيا ستا رب كولاى شي له اسمانه پر موږ يو دسترخوان را نازل كړي؟ ويلى: الله نه وډار شئ كه (رښتيا) مومنان ياست.

5:113 هغوى ويل: موږ صرف دا غواړو چې څه ترې وخورو، زړونه مو ډاډه شي او وپوهيږو چې يقيناً تا رښتيا راته ويلي وو او پر هغه شاهدان اوسېږو.