>

د رواد د ژباړې مرکز — 125

5:104 او چې ورته وويل شي هغه (حكم ) ته راشئ چې الله رانازل كړى او رسول ته راشئ وايي هغه (تګلاره) مو بس ده چې پر هغې مو خپل پلرونه موندلي، آيا كه څه هم پلرونه يې نه په څه پوهېدل او نه يې سمه لار موندلې وه.

5:105 ای مومنانو! د خپلو ځانو غم كوئ، د بل چا بې لاريتوب كوم تاوان نه درته كوي خو چې خپله پر سمه لار ياست، الله ته ستاسو د ټولو ورګرځېدل دي، بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو به كول.

5:106 ای مومنانو! كله چې ستاسو كوم يو د مرګ وخت راشي نو د وصيت پر مهال يې ستاسو (مسلمانانو) نه د دووكسانو عادلانو شاهدي ده او يا له تاسي پرته دوه نورو كسانو، كه چېرې مو په ځمكه كې سفر كړى و او بيا د مرګ مصيبت در ورسي، او كه څه شك مو وكړ نو دواړه به لمانځه نه وروسته راستانه كړئ، دوى به په الله قسم كوي چې موږ په دى (شاهدي) څه نه پيرو كه څه هم خپلوان مو وي او نه د الله شاهدي پټوو، بيا خو به موږ خامخا له ګناهګارانو څخه يو.

5:107 نو كه ښكاره شي چې هغوى دواړو ځان په ګناه اخته كړى نو بيا دې نور دوه كسان د دوى پر ځاى ودريږي كوم چې تر لومړنيو زيات وړ وي، نو په الله دې قسم وكړي چې زموږ شاهدي د هغو دواړو له شاهدۍ زياته په حقه ده او څه تېرى مو هم نه دى كړى بيا به موږ حتماً له ظالمانو څخه يو.

5:108 دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې خلك به شاهدي ووايي څنګه چې ښايي او يا به وډار شي چې د هغوى له قسمونو وروسته به يې قسمونه رد كړى شي او الله نه وېره كوئ او خبره واورئ، او الله سرغړونكو خلكو ته سمه لار نه ښايې.