د رواد د ژباړې مرکز — 121
5:78 له بني اسرائيلو چې څوك كافران شوي هغوى (ټول) د داود او د مريمې زوى عيسى په ژبه رټل شوي دي، دا ځكه چې سرغړونه يې وكړه او تېرى به يې كولو.
5:79 هغوى به يو بل له هغه ناوړه كاره نه ايسارول چې كولو به يې، يقيناً ډېر بد وو څه چې دوى كول.
5:80 زياتره يې ګورې چې له كافرانو سره ملګرتيا كوي خامخا ډېر بد دي څه يې چې خپلو ځانو ورته وړاندې كړي، هغه دا چې الله پرې غضب كړى او همدوى به په عذاب كې تلپاتي وي.
5:81 او كه چېرى يې په رښتيا الله منلى وى او دا نبى او څه چې هغه ته نازل شوي نو هغوى به يې په ملګرتيا نه نيول خو له دوى نه زياتره فاسقان دي.
5:82 ته به د مومنانو په دښمنۍ كې تر ټولو سخت يهوديان او مشركان بيامومې، او مومنانو ته په دوستۍ كې به ډېر نږدې هغه خلك مومې چې وايي موږ نصرانيان يو، دا ځكه چې په دوى كې (ځينې) یې پوهان او عبادت كوونكي دي او دوى لويي نه كوي.
5:83 او كله چې هغه څه واوري كوم چې دې رسول ته نازل شوي نو ته به ګورې چې په سترګو كې يې حق پېژندو سره اوښكې ډنډيږي، وايي زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو له شاهدي ويونكو سره مو وليكه.