>

د رواد د ژباړې مرکز — 118

5:58 كله چې تاسي د لمانځه لپاره عږ (اذان) كوئ؛ نو هغوى ورپورې ملنډې وهي او لوبې ورسره كوي، د دې دليل دا دى چې هغوې داسي خلك دي چې عقل نه لري.

5:59 ورته وايه اى اهل كتابو! آيا تاسو له دې پرته نور د څه غچ را څخه اخلئ چې موږ پر الله ايمان راوړى او پر هغه چې موږ ته نازل شوي او څه چې مخکې نازل شوي او (بل) دا چې ستاسو زياتره فاسقان دي.

5:60 ورته وايه: آيا هغه خلك دروښايم چې د الله په نزد د سزا له مخى له دې هم بد وي؟ هر هغه څوك چې الله رټلي، غضب يې پرى كړى او بيزوګان او خنزيران يې ترې جوړ كړي او غير الله يې لمانځلى همدا خلك په مرتبه كى ډېر بد او له سمې لارې ډېر بې لارې دي.

5:61 او چې كله درته راشي وايي موږ ايمان راوړى، حال دا چې له كفر سره راغلي وو او له كفر سره بېرته ووتل، او الله په هغه څه ښه پوه و چې دوى به پټولو.

5:62 او له دوى نه به زياتره وينې چې په ګناه كې منډى ترړې وهي، په ظلم زياتي او حرام خورۍ كې، څه چې دوئ كول خامخا ډېر بد (كارونه) وو.

5:63 د دوى رب پالونكي او عالمان ولې دوى د ګناه خبرو له ويلو او حرامو له خوړلو نه ايساروي، حتماً هغه څه ډېر بد دي چې دوى به كول.

5:64 او يهودو وويل: دالله لاس تړل شوى دى، (خپله) د دوى لاسونه تړل شوي او رټل شوي دي په هغه خبره چې دوى وكړه، بلكې دواړه لاسونه يې خلاص غوړېدلي چې څنګه يې خوښه وي لګښت كوي. او تا ته چې د رب له خوا دې څه در نازل شوي، د هغوى زياترو ته خامخا سرغړاوى او كفر ورزياتوي، او د هغوى ترمنځ مو د قيامت تر ورځى دښمني او نفرت اچولى، كله هم چې د جګړې اور بلوي الله يې مړ كړي او دوى په ځمكه كې د فساد لپاره هلې ځلې كوي، خو الله فساديان نه خوښوي.