د رواد د ژباړې مرکز — 117
5:51 اى مومنانو! يهوديان او نصرانيان ملګري مه نيسئ، دوى خپلو كې يو د بل ملګري دي، او له تاسو يې چې څوك په ملګرتيا نيسي نو هغه هم له دوى شمېرل كيږي بې شكه الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي.
5:52 نو ته به ګورې چې د چا په زړه كې ناروغي ده، په هغوى كې منډې ترړې وهي، وايي: وېرېږو چى څه پېښه (مصيبت او حادثه) را ونه رسي، خو لرې نه ده چې الله له خپل لوري كوم برى درته راولي يا څه بله خبره (څرګنده كړي) نو بيا به په هغه څه چې زړونو كې يې پټوي، پښېمانه وي.
5:53 او بيا به مومنان وايي: آيا دا هماغه خلك دي چې په ټينګه يې قسمونه كول چې موږ له تاسي سره يو، اوس خو يې ټول عملونه خوشې بابېزه ولاړل او (ډېر) تاواني شول.
5:54 ای مومنانو! په تاسو كې چې څوك له خپله دينه وګرځيد نو زر به الله داسې خلك راولي چې الله ته ګران وي او الله هغوى ته ګران وي، پر مومنانو به نرمي او پر كافرانو سختي كوونكي وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د چا پړه اچونكي له پړې اچولو به نه ډاريږي، دا نو د الله يو فضل دى چا ته يې چې خوښه شي وركوي يې، او الله پوه د پراخۍ څښتن دى.
5:55 په حقيقت كې ستاسو ملګرى يوازې الله، رسول يې او هغه مومنان دي چې لمونځونه ترسره كوي او زكات وركوي، او همدوی ركوع كوونكي دي.
5:56 او څوك چې الله، د هغه رسول او مومنانو سره دوستى كوي نو (پوه دې شي چې) همدغه د الله ډله برلاسې كېدونكې ده.
5:57 اى مومنانو! هغه خلك په ملګرتيا مه نيسئ چې ستاسو په دين ملنډې او ساعت تېري كوي، دا كه له هغو كسانو وي چې تاسو نه مخكى كتاب وركړل شوى او كه له نورو كافرانو وي، او له الله وډار شئ كه تاسو (رښتينى) مومنان ياست.