د رواد د ژباړې مرکز — 108
5:6 ای مومنانو! كله چې لمانځه ته پاڅئ نو مخونه مو پرېمينځئ او لاسونه مو تر څنګلو او په سرونو مو مسح وكړئ او پښې موتر ښینګرو (ګیټو) (و وينځئ) او كه جنب وئ نو ځان ښه پاك كړئ، او كه ناروغان وئ، يا په سفر، يا كوم يو د ميتيازو ځاى نه راغلئ يا مو ښځو ته لاس وروړى وي او اوبه بيانهمومئ نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او په مخونو او لاسونو يې وموښئ، الله نه غواړي چې پر تاسو څه تنګون راولي خو دا غواړي چې سوتره مو كړي او خپل نعمت درباندې تمام كړي چې شكر وباسئ.
5:7 او پر تاسو د الله (پېرزو كړى) نعمت درياد كړئ او هغه لوز يې (ياد ساتئ) چې ښه يې درباندې كره كړى دى، هغه وخت چې تاسو وويل: اورېدلي او منلي مو دي، او الله نه وېره كوئ بې شكه الله د زړه په رازونو ښه پوه دى.
5:8 ای مومنانو! د الله لپاره په حق ولاړ او په عدل شاهدان اوسئ، او د كومې ډلې دښمني مو دومره و نه پاروي چې بيا عدالت ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقوى ته ډېر نږدې دى او الله نه وېره كوئ چې يقيناً الله په هغو كارو چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى.
5:9 الله هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي د بخښنې او لوى اجر وعده كړې ده.