د رواد د ژباړې مرکز — 106
4:176 دوى فتوى درنه غواړي، ورته وايه د كلاله (چى نه يي پلار وى نه اولاد) په هكله الله (داسې) فتوى دركوي چې: كه يوكس ومري، زوى يې نه وي او يوه خور يې وي نو دې لره د هغه څه نيمايي ده چې هغه پريښي، او دى به له دې خور نه هر څه به ميراث وړي، كه زوى يې نه و نو كه هغوى دوه خويندې وې بيا يې د پريښي مال له دريو دوه برخې دي او كه وارثان (ډېر) ورونه، خويندى وي نو هر نارينه ته به لكه د دوو ښځو برخه وي، (دا حكمونه) الله درته بيانوي تر څو بې لارې نه شئ او الله خو په هر څه ښه پوه دى.
5:1 ای مومنانو (ټول) لوزونه پوره كړئ، د بې ژبې څارويو (ټول ډولونه) درته حلال كړی شول پرته له هغو چې ( وروسته به) درباندې ولوستل شي خو د احرام په وخت كې به ښكار كول ځان ته نه روا كوئ بې شكه الله چې څه غواړى حكم كوي.
5:2 ای مومنانو! د الله د نښو نښانو بې عزتي مه كوئ، او مه حرامې مياشتې (حلالوئ)، مه د قربانۍ څاروي ته (لاس تېرول)، مه د پټۍ يا غړوندي والا څاروي ته او مه هغه خلك ځوروئ چې د خپل رب د فضل او رضا په لټه د محترم كور (كعبى) په لوري تلونكي وي او كله چې (له احرامه) حلال شوئ نو بيا ښكار كوئ، او د هغه قوم دښمني چې له مسجد حرام نه يې ايسار كړي وئ، بايد تاسو دې ته مجبور نه كړي چې تېرى وكړئ او تاسو په ښېګڼه او تقوى كې يو له بل سره مرسته وكړئ او په ګناه او تېري كې يو له بل سره مرسته مه كوئ او الله نه وډارشئ، بې شكه د الله عذاب ډېر سخت دى.