>

د رواد د ژباړې مرکز — 105

4:171 ای اهل كتابو! په خپل دين كې مو بې اندازې تېرى مكوئ او د الله په اړه له حقه پرته څه مه واياست، خبره دا ده چې مسيح عيسى د مريمې زوى د الله رسول او هغه فرمان و چې مريمې ته يې ولېږه او د الله له لوري يو روح و، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او مه واياست چې درې دي، ډډه وكړئ، همدا درته غوره ده، په حقيقت كې الله يوازنى (په حقه) معبود دى، هماغه له دې پاك دى چې څوك د هغه زوى وي، د اسمانو او ځمكې هر څه خو يوازې د هغه دي او الله ساتونكى څارونكى بس دى.

4:172 نه مسيح له دې څه ننـګ كوي چې د الله يو بنده واوسي او نه مقربې ملايكې، او هرڅوك چې د الله له عبادته ننګ او لويي كوي نو ډېر زر به ټول خپلې خوا ته راغونډ كړي.

4:173 نو چا چى ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي نو بد له به يې هم پوره پوره وركړي او له خپله فضله به لا نورهم ور زيات كړي، خو چا چې (له عبادته) ننګ او لويي كړې وي نو په دردناك عذاب به يې وكړوي، او له الله پرته به نه څوك اشنا ومومي او نه كوم مرستندوى.

4:174 اې خلكو يقيناً چې د خپل رب له لوري مو ښكاره دليل (چې محمد دى) درغلى او تاسو ته مو څرګنده رڼا نازله كړې (چى قرآن دى).

4:175 نو هر هغه چې په الله يې ايمان راوړى او منګولې يې پرې لګولي دي نو زر به يې په خپل رحمت او پېرزوينه كې داخل كړي او خپل لوري ته نېغه لار به ور وښايي.