د رواد د ژباړې مرکز — 104
4:163 يقيناً موږ تا ته هماغه شان وحې درلېږلې ده لكه نوح او له هغه وروسته نبيانو ته مو چې ورلېږلې ده او (لكه چې) وحې مو لېږلې وه ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او اولادې ته يې، عيسى، ايوب، يونس، هارون او سليمان ته، او داود ته مو زبور وركړى و.
4:164 او (هغو) رسولانو ته هم چې مخكې يې موږ يادونه درته كړې او هغو رسولانو ته هم چې يادونه يې موږ تا ته نه ده كړې او موسى سره الله په ځانګړي شان خبرې كړې دي.
4:165 (دا ټول) رسولان زېرى وركوونكي او وېروونكي (لېږل شوي وو) تر څو له رسولانو وروسته خلكو ته د الله پر وړاندې كوم دليل پاتې نه شي، او الله د حكمت والا برلاسى دى.
4:166 خو الله شهادت وركوي چې څه يې تا ته نازل كړي، هغه يې په خپل علم نازل كړي او ملايكې هم په دې شاهدي وركوي (كه څه هم) د الله شاهدي بيخى بس ده.
4:167 بې شكه هغوى چې كافران شوي او (نور يې هم) د الله له لارې ايسار كړي دي، نو رښتيا چې په بې لاريتوب كې ډېر لرې پراته دي.
4:168 يقيناً څوك چې كافر شوي او ظلم يې كړى نو الله به نه بخښنه ورته وكړي او نه به كومه لاره ورته وښايې.
4:169 پرته د جهنم له لارې چې هلته پكې تلپاتي وي ابدي او دا خو الله ته (ډېره) اسانه ده.
4:170 اى خلكو يقيناً چې دا رسول مو د خپل رب له لوري له حق سره درغلى، نو ايمان پرې راوړئ، دا درته غوره ده او كه كافران شوئ نو بې شكه څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي او الله د حكمت والا پوه دى.