>

د رواد د ژباړې مرکز — 100

4:135 اى مومنانو (تل) په عدل (محكم) ولاړ اوسېږئ، د الله لپاره شاهدان، كه څه هم پر خپلو ځانو مو وي يا پر مور، پلار او خپلوانو، شتمن وي كه بېوزله، خو الله تر هر چا زيات د هغو دواړو خواو خيرغوښتونكى دى، نو په (خپل) هوس پسې مه ځئ چې بيا له حقه هم واوړئ او كه ژبې واړوئ راواړوئ يا څنګ وكړئ نو بې شكه په هغو كارو الله ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.

4:136 اى مومنانو! په الله، په رسول او په هغه كتاب ايمان راوړئ چې الله پر خپل رسول را نازل كړى او په هغه كتاب چې مخکې يې نازل كړى او څوك چې له الله، ملايكو يى، كتابونو يى، رسولانو يې او وروستۍ ورځې نه منكر شي نو رښتيا چې هغه په بې لاريتوب كې ډېر لرې ولاړ.

4:137 يقيناً هغوى چې ايمان راوړو بيا كافر شول بيا يې ايمان راوړو بيا كافر شول او بيا يى په كفر كې ښه زياتوالى وكړ نو الله به نه دوى ته بخښنه وكړي او نه به ورته سمه لار وښايي.

4:138 منافقانو ته زېرى وركړه چې دوى ته دردناك عذاب (ټاكل شوى) دى.

4:139 هماغه كسان چې له مومنانو پرته كافران په دوستۍ نيسي، آيا د هغو په خوا كې عزت لټوي؟ حال دا چې عزت خو ټول الله سره دى.

4:140 او حقيقت دا دى چې تاسو ته خو په كتاب كې دا نازل شوى وو چې كله مو واورېدل د الله په ايتونو كفر كيږي او ملنډې پرې وهل كيږي نو تر هغه مه ورسره كېنئ چې په نورو خبرو كې بوخت شي، كنه بيا خو به تاسو هم د دوى په شان وئ، بې شكه الله په جهنم كې د منافقانو او (نورو) كافرانو راټولوونكى دى.