>

د رواد د ژباړې مرکز — 517

49:12 اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! له ډېرو بد ګومانيو ځان وساتئ، پرته له شکه ځينې بد ګومانونه ګناه ده او (د چا عيب) پلټل مه كوئ او يو د بل غيبت مه كوئ، آيا له تاسي كوم يو دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟ نو تاسي خو يې بده ګڼئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى مهربان دى.

49:13 اې خلکو! موږ تاسي (ټول) له يو نارينه او ښځې پيدا كړي ياست، او د دې لپاره مو خېلونه او قبيلې وګرځولئ چې سره وپېژنئ، (كنه) بېشکه د الله پر وړاندې ستاسي ډېر عزتمن هغه دى چې ډېر تقوى لرونكى وي، بېشكه الله ښه پوه خبردار دى.

49:14 بانډه چيان وايي چې موږ ايمان راوړى، ورته ووايه: تاسي ايمان نه دى راوړی خو داسې وواياست چې مسلمانان شوي يو. او ستاسي زړونو كې ايمان لا نه دى ننوتى او كه د الله او د هغه د رسول خبره ومنئ، نو الله به ستاسي له عملونو هيڅ كم نه كړي بېشكه الله بخښونكى مهربان دى.

49:15 بېشکه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې (پوخ) ايمان راوړى وي بيا (هيڅ) شک ونه كړي او د الله په لار كې په خپلو مالو او ځانونو جهاد كوي، همدا خلک رېښتيني دي.

49:16 ورته ووايه: آيا تاسي الله په خپله ديندارۍ خبروئ؟ حال دا چې الله پر (ټولو) هغو شيانو پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي او الله پر هر څه ښه پوه دى.

49:17 هغوی پر تا د خپلو مسلمانېدو احسان باروي! ورته ووايه: د خپلې مسلمانۍ احسان پر ما مه اچوئ، بلكې الله احسان درباندې كړى چې د ايمان په لور يې هدايت درته كړى، كه تاسي رښتيني ياست.

49:18 الله په رېښتيا د آسمانونو او ځمكې پر پټو پوهيږي او الله ستاسي د كړو وړو ليدونكى دى.