>

د رواد د ژباړې مرکز — 39

2:238 د (ټولو) لمونځونو ساتنه وکړئ او (په ځانګړې توګه) د منځني لمانځه (چې د مازدیګر لمونځ دی) او الله تعالی ته په عاجزۍ سره ودرېږئ.

2:239 نو که ویریدئ تاسي (له دښمنه یا له بل شي نه) نو (لمونځ کوئ تاسي) په پلي (پیاده) تګ یا په سورلۍ سره نو کله چې تاسي په امن کې شئ، نو یادوئ تاسي الله تعالی لکه څنګه یې چې درته ښوونه کړې چې (تر دې وړاندې) تاسي په هغې نه پوهیدئ.

2:240 او هغه کسان چې مړه شي له تاسي نه او پرېږدي دوی خپلې ښځې (لازم) دي پر دوی باندې چې وصیت دې وکړي د خپلو د ښځو لپاره د خرچ ورکولو تر یوه کاله پورې بې له ایستلو (له خپلو کورونو څخه). نو که پخپله ووتلې (دا ښځی له خپلو کورونو څخه وروسته له پوره کولو د عدت واجبه نه) نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي باندې په هغه کار کې چې دوی پر خپلو ځانونو کې په شرعی طریقه تر سره کوي او الله تعالی زورور دی حکمتونو والا دی.

2:241 او شته طلاقې کړی شویو ښځو ته خرڅ ورکول په نیکې طریقې سره. چې مقرر لازم کړی شوی دی پر پرهیزګارانو باندې.

2:242 هم داسې (لکه چې دا احکام يې بیان کړل) الله تعالی تاسي ته خپل آیتونه (احکام) بیانوي د دې لپاره چې تاسو له عقل نه کار واخلئ.

2:243 آیا نه ګورې ته حال د هغو کسانو ته چې وتلي وو له خپلو کورونو نه، حال دا چې دوی په زرګونو وو د مرګ له وېرې، پس الله تعالی دوی ته وفرمایل، چې مړه شئ (پس مړه شول) بیا يې ژوندي کړل، بېشکه الله تعالی خامخا (خاوند) د فضل او مهربانۍ دی پر خلکو باندې، خو اکثره کسان شکر نه باسي.

2:244 او جنګ کوئ (ای مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې او پوه شئ تاسي چې بېشکه الله تعالی ښه اورېدونکی (د ټولو اقوالو) ښه عالم (په ټولو احوالو) دی.

2:245 هغه څوک دی چې قرض ورکړی الله تعالی ته، قرض په اخلاص، نو الله تعالی به یې هغه ته څو چنده کړي، په چندونو ډیرو او الله تنګوي (رزق) او پراخوي (رزق) او هم یوازې هغه ته به تاسي وګرځولی شئ.