د رواد د ژباړې مرکز — 331
21:102 دوى به يې كشار هم نه اوري، او په هغو شيانو كې به تل تر تله اوسېدونكي وي چې زړونه يې غواړي.
21:103 ها د سترې وارخطايي وخت به يې هم نه غمجن كوي او ملايكان به ورسره مخامخ كيږي (وايي به) دا ستاسو هماغه ورځ ده چې وعده يې درسره كېدله.
21:104 هغه ورځ چې موږ آسمان داسې راونغاړو لكه د ليكل شويو پاڼو نغښتل، څنګه چې ړومبى ځل پيدايښت مو پيل كړى و، هماغسې به يې بيا راګرځوو، دا په موږ وعده ده موږ خامخا د دې كار كوونكي يو.
21:105 او موږ له ذکر (لوح محفوظ) نه وروسته په زبور كې ليكلي و چې دا زمكه به زموږ نېکان بندګان په ميراث وړي.
21:106 يقيناً په دې كې د عبادت كوونكو خلكو لپاره پوره خبرتيا ده.
21:107 او نه یې لېږلی مونږ ته؛ مګر رحمت د ټولو خلکو لپاره.
21:108 ورته ووايه: بې شکه ماته وحي كېږي چې ستاسو معبود یوازې هماغه يو معبود دى، نو آيا تاسو غاړه اېښودونكي ياست؟
21:109 نو كه مخ يې وګرځولو، بيا ورته ووايه چې ما خو ټول يو برابر خبر كړئ، او زه نه پوهېږم، د كوم شي چې تاسو سره وعده كيږي هغه نږدې دى كه لرې.
21:110 هغه (الله) په جهر خبره هم پوهيږي او په هغه هم چې تاسو يې پټوئ.
21:111 او زه نه پوهېږم ښايي دا (ځنډېدل) ستاسو لپاره ازميښت او تر يوى نېټې پورې د ګټې اخيستلو يوه موقع وي.
21:112 (رسول) وويل: زما ربه! په حقه فيصله وكړه! او زموږ رب ډېر مهربان دی، او مرسته ترې غوښتی شي، په هغو خبرو كې چې تاسو يې بيانوئ.